
زمونږ وظیفه
د مخصوصی ښوونی او روزنی مقام SPSM د دی لپاره کار کوی چه ماشومان، ځوانان او لویان وکولای شی داسی امکانات ترلاسه کړی چه د زده کړی مرام ته ورسیږی، بیله دی نه چه د دوی د بدن توان په هغه اغیزه وکړی.
دغه کار مونږ د:
• خاصی تعلیمی مرستی
• په خاصو مکتبونو کی زده کړی
• تر لاس لاندی درسی موادو
• او دولتی اقتصادی مرستی په مرسته تر سره کوو.
مونږ پوهیږو چه ډول ډول معیوبیتونه کوم ښوونیزاو روزنیزعواقب منځ ته راوړی. هغه مرسته چه مونږ وړاندی کوو کیدای شی د سړی زده کړی، د ښوونکو کار یا فعالیت او سازمان وی.
هر څوک د یوه چلیدونکی زده کړی حق لری، که څه هم کوم معیوبیت ولری. د دی لپاره چه دا عملی شی نو په مکتبونو، وړکتونونو او د لویانو د زده کړو په موسسو کی پوهی او مسلکیت ته اړتیا شته.
هغه پوهی چه مونږ وړاندی کوو، د ښاروالی او آزادو فعالیتونو د مخصوصی ښوونی او روزنی سرچینی تکمیلوی.
د مخصوصی ښوونی او روزنی په برخه کی علمی څیړنی او همکارۍ
مونږ دا هڅه کوو چه علمی څیړنی او عملی کارونه یوبل ته ورنژدی شی. دا کار د کنفرانسونو، سیمینارونو، ډول ډول انترنیټی پاڼو او زمونږ د مجلیLika värde په مرسته تر سره کیږی.
مونږ د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو سره هم په انترنیټ کی او هم په زده کړو او کورسونو کی مرستی کوو.
پهEuropean Agency for Special Needs and Inclusive Education کی د مونږ د وظیفی د لاری نه اروپایی مرسته کول تر سره کیږی. زمونږ په مسلکی برخه کی نړیوالی اړیکی مثلا د انترنیټ د لاری ډیره ستره مانا لری. په خاصه توګه د نادرو معیوبیو په برخه کی.
د مکتبونو د اداری او د مکتوبونو د تفتیش د اداری سره هم په منظمه توګه مرستی کول پیښیږی.